د ګازو پر واردولو، کیفیت او د سوداګرو پر ستونزو بحث وشو.

Moasaq_admin
Thu, May 14 2020 8:16 PM
د ګازو پر واردولو، کیفیت او د سوداګرو پر ستونزو بحث وشو.

پنجشنبه
۱۳۹۹/غویی/۲۵
هېواد ته د ګازو پر واردولو، کیفیت او په بندرونو کې د سوداګرو پر ستونزو بحث وشو. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي، مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي، د مطابقت ارزونې رییس احسان الله حیات، د حیراتانو د تېلو او ګازو د اتحادیې رییس مومن ضیایي، سوداګرو او د دې ادارې یو شمېر تخنیکي کار کوونکو برخه درلوده.
د غونډې په پیل کې ښاغلي ضیایي د سوداګرو او هېواد ته د ګازو د واردولو پر وخت د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه. هغه و ویل چې زیاتره وخت د توکو په کیفیت کې ستونزې اړوندې بهرنۍ کمپنۍ ته راجع کېږي چې بیه یې دوی پرې کوي. نوموړي په حیرتانو کې هېواد ته د خپلو توکو د واردولو پر وخت پېښېدونکې ستونزې بیان کړې او ویې غوښتل چې د غیر سټنډرډ توکو د واردولو پر وخت دې د دوی توکي د اړونده مسوولینو له خوا مسترد شي، څو دوی په دې برخه کې خپل اجرائات وکړي.
د دې ترڅنګ ښاغلي خواجه جاوید صدیقي خبرې وکړې او ویې ویل چې مونږ ته د توکو کیفیت او معیار مهم دی او په دې برخه کې مسوولیت لرو، څو د بې کیفیته وارداتو محنیوی وکړو. ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د توکو د واردولو پر وخت به سوداګرو ته یو شمېر اسانتیاوې برابرې کړي چې له مخې به یې روانې ستونزې تر یو بریده حل شي. د هغه په وینا د توکو د نمونې د بیا اخیستنې او مستردۍ په برخه کې به هم ګام پورته کړي.
دغه راز مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي د اړوندو ادارو او خصوصي سکټور تر منځ پر همغږغۍ تاکید وکړ او ویې ویل چې د سوداګرو ستونزو ته لاس رسی یې مسوولیت دی.
همدارنګه د مطابقت ارزونې رییس احسان الله حیات په بندرونو کې د توکو د کیفیت په چک کولو کې د قراردادي شرکت د اصولي کړنو ډاډ وړاندې کړ او ویې ویل چې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه به د نورو هېوادونو د سټنډرډ ادارو سره د بې کیفیته توکو د مستردۍ په اړه خبرې وکړي.
د دغې غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د یوه طرزالعمل له مخې به دغو ستونزو ته د پای ټکی اېښودل کېږي.

Latest news

Mon, Jan 29 2024 11:46 AM
Background image

8 tankers of low-quality oil were rejected in Nimroz province

Low-quality oil tankers (Petrol and diesel oil) were returned to Iran by the Afghanistan National Standards Authority in Nimroz province.

Sun, Aug 07 2022 12:54 PM
Background image

16 tankers of low-quality oil were rejected in Herat province

17 / Dhul-Qa'da / 1443 16

low-quality oil tankers (gasoline and diesel oil) were returned to Iran by the Afghanistan National Standards Authority in Herat province

Wed, Aug 11 2021 3:35 PM
Background image

ANSA start to boost up carpet and textile quality testing in ANSA's central laboratories. 

ANSA's Carpet and Textile Lab is active and ready to provide services to industrialists, entrepreneurs and exporters of Carpets. These Labs have specialized and professional capicaty. . .

BACK TO NEWS

د ګازو پر واردولو، کیفیت او د سوداګرو پر ستونزو بحث وشو.