د سټنډرډ ملي ادارې د لابراتوارونو د فعالولو په لړ کې دا ځل په حیرتانو بندر کې د ساختماني موادو لابراتوار پرانیست.

د سټنډرډ ملي ادارې د (۲۳/مرغومی/۱۳۹۸) نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د حیرتانو بندر د ساختماني موادو لابراتوار پرانیست. یاد لابراتوار د تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي او ورسره مل پلاوي، د بلخ ولایت والي، د ولایتي شورا رییس او سکټوري رییسانو په وړاندې پرانیستل شو.
د انسا ادارې تخنیکي مرستیال د ساختماني لابراتوارونو پر ارزښت او د هېواد په اقتصاد کې د دې لابراتوار پر رول خبرې وکړې. نوموړي و ویل چې د سټنډرډ ملي اداره هڅه کوي چې د بې کیفیته موادو د واردولو مخنیوی وکړي.
هغه زیاته کړه له دې وروسته چې کوم ساختماني مواد هېواد ته واردېږي، یاد لابراتوار به یې کیفیت کنټرولوي.
د بلخ ولایت والي د سټنډرډ ملي ادارې فعالیتونه وستایل او د ساختماني موادو د کیفیت په برخه کې د جدي پاملرنې په تړاو یې له دغې ادارې څخه مننه وکړه. نوموړي د دې ولایت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې له یادې ادارې سره دې په همغږۍ د چارو په ترسره کولو کې همکاري وکړي.
همدا راز د دې ولایت د یو شمېر بنسټونو او ولایتي شورا مسوولینو د یادو لابراتوارونو په فعالېدو خوښي وښوده او د ساختماني موادو په برخه کې یې د اړونده مسوولینو د جدي څار غوښتنه وکړه.