د سټنډرډ ملي ادارې د لابراتوارونو د فعالولو په لړ کې دا ځل په حیرتانو بندر کې د ساختماني موادو لابراتوار پرانیست.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۵
د سټنډرډ ملي ادارې د لابراتوارونو د فعالولو په لړ کې دا ځل په حیرتانو بندر کې د ساختماني موادو لابراتوار پرانیست.

د سټنډرډ ملي ادارې د (۲۳/مرغومی/۱۳۹۸) نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د حیرتانو بندر د ساختماني موادو لابراتوار پرانیست. یاد لابراتوار د تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي او ورسره مل پلاوي، د بلخ ولایت والي، د ولایتي شورا رییس او سکټوري رییسانو په وړاندې پرانیستل شو.

د انسا ادارې تخنیکي مرستیال د ساختماني لابراتوارونو پر ارزښت او د هېواد په اقتصاد کې د دې لابراتوار پر رول خبرې وکړې. نوموړي و ویل چې د سټنډرډ ملي اداره هڅه کوي چې د بې کیفیته موادو د واردولو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه له دې وروسته چې کوم ساختماني مواد هېواد ته واردېږي، یاد لابراتوار به یې کیفیت کنټرولوي.

د بلخ ولایت والي د سټنډرډ ملي ادارې فعالیتونه وستایل او د ساختماني موادو د کیفیت په برخه کې د جدي پاملرنې په تړاو یې له دغې ادارې څخه مننه وکړه. نوموړي د دې ولایت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې له یادې ادارې سره دې په همغږۍ د چارو په ترسره کولو کې همکاري وکړي.

همدا راز د دې ولایت د یو شمېر بنسټونو او ولایتي شورا مسوولینو د یادو لابراتوارونو په فعالېدو خوښي وښوده او د ساختماني موادو په برخه کې یې د اړونده مسوولینو د جدي څار غوښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د (ISO 22000-2018) او (ISO 19011- 2018) سټندرډونو په تړاو زده کړیز پروګرام پیل شو

یکشنبه ۱۳۹۸/کب/۴ په سټنډرډ ملي اداره کې د خوراکي توکو (ISO 22000-2018) او څار مدیریت د سېسټم (ISO 19011- 2018) سټنډرډونو په تړاو دیارلس ورځنی زده کړیز پروګرام پیل شو. دغه پروګرام د انسا. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۵
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د لابراتوارونو د فعالولو په لړ کې دا ځل په حیرتانو بندر کې د ساختماني موادو لابراتوار پرانیست.

د سټنډرډ ملي ادارې د (۲۳/مرغومی/۱۳۹۸) نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د حیرتانو بندر د ساختماني موادو لابراتوار پرانیست. یاد لابراتوار د تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي او ورسره مل پلاوي. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې په هرات ولایت کې د ساختماني او PVC موادو لابراتوار پرانیست.

د سټنډرډ ملي ادارې د (۹/مرغومی/۱۳۹۸) نېټه د دوشنبې په ورځ په هرات ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د رهبري پلاوي، ځايي چارواکو، د اړوندو ادارو مسوولینو او رسنیو په وړاندې د ساختماني او PVC م. . .

BACK TO NEWS