په سټنډرډ ملي اداره کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

admin_omid
Mon, Aug 05 2019 10:16 AM
په سټنډرډ ملي اداره کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

شنبه ۱۳۹۸ /زمري/۱۲

په سټنډرډ ملي اداره (انسا) کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي، د ځوانانو معینیت د پرګرامونو د همغږۍ امر مطیع الرحمن کریمي، د دې ادارې رییسانو، کارکوونکو او یو شمېر مېلمنو برخه درلوده.

د دې غونډې په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي د دغې ورځې په لمانځلو خوښي وښوده او پر ځوانانو پورې د اړونده مسوولیتونو یادونه یې وکړه. د هغه په وینا په وروستیو لسیزو کې ځوانانو د پام وړ پرمختګ کړی دی چې اوس مهال په هېواد کې ځوانانو مهم مسوولیتونه په بریالۍ توګه ترسره کوي. ښاغلي صدیقي و ویل چې ځوانان انرژي لري او د نوې ټکنالوژۍ سره په اشنايۍ کولای شي، د هېواد په پرمختګ کې د پام وړ رول ولوبوي.

د صدیقي په وینا چې پخوا استعدادونه پټ ساتل شوي وو او اوس ولسمشر د ځوانانو استعدادونو ته په کتو دوی ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. هغه و ویل هیله مو دا ده چې زمونږ لویان خپلې تجربې په ساده ډول ځاوانانو ته ولېږدوي. د ځوانانو او نوو ځوانانو همغږي دا مرسته کوي، څو ټاکلو موخو ته ورسېږو. نوموړي ځوانان د اوس او نوي ځوانان د هېواد د راتلونکي لپاره مهم وګڼل.

له دې سره سره د ځوانانو معینیت د پروګرامونو د همغږۍ امر مطیع الرحمن کریمي د ځوانانو د مسوولیتونو او ارزښت په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې او په خبره یې چې دا ورځ یوه نړیواله ورځ ده چې تقریبا په ټولو هېوادونو کې لمانځل کېږي. هغه زیاته کړه په هره ټولنه کې همدا ځوانان دي چې د هېواد د پرمختګ لپاره ګام پورته کوي. کریمي د ځوانانو معینیت د پالیسیو او ستراتیژیو د جوړولو او نوي نسل ته د دولت له پاملرې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې نوي نسل ته په ارزښت ورکولو سره کولای شو چې د هېواد د ابادۍ لپاره نوي ګامونه پورته کړو.

دغه غونډه د ملي سټنډرډ ادارې د یو شمېر کارکوونکو د فعالیتونو د یوې ویډیو په ښودلو او د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه