د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د ننګرهار والي ته ستاینلیک ورکړل شو
د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د ننګرهار والي ته د سټنډرډ په لوګو ډیزاین شوی ستاینلیک ورکړل شو. د ننګرهار ولایت مقام کې پر همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول سېسټم پر ارزښت خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د سیمییزې حکومتولۍ همکاري د ستاینې وړ وبلله.
د دغه ولایت والي د ستاینلیک پر ترلاسه کولو خوښي وښوده او ویې ویل چې هیله لري څو له امکاناتو ښه ګټه پورته کړي او د کیفیت کنټرول باید د خنډونو د ایجاد لامل ونه ګرځي. نوموړي په ننګرهار ولایت کې چې د هېواد له مهمو وارداتي ولایتونو څخه دی، د ساختماني موادو د لابراتوار پرانیستل یې په اقتصادي او د ودانیو د مصونیت په برخه کې اغېزناک وګاڼه.