د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د ننګرهار والي ته ستاینلیک ورکړل شو

admin_omid
Wed, Jul 17 2019 11:49 AM
د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د ننګرهار والي ته ستاینلیک ورکړل شو

د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د ننګرهار والي ته د سټنډرډ په لوګو ډیزاین شوی ستاینلیک ورکړل شو. د ننګرهار ولایت مقام کې پر همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول سېسټم پر ارزښت خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د سیمییزې حکومتولۍ همکاري د ستاینې وړ وبلله.

د دغه ولایت والي د ستاینلیک پر ترلاسه کولو خوښي وښوده او ویې ویل چې هیله لري څو له امکاناتو ښه ګټه پورته کړي او د کیفیت کنټرول باید د خنډونو د ایجاد لامل ونه ګرځي. نوموړي په ننګرهار ولایت کې چې د هېواد له مهمو وارداتي ولایتونو څخه دی، د ساختماني موادو د لابراتوار پرانیستل یې په اقتصادي او د ودانیو د مصونیت په برخه کې اغېزناک وګاڼه.

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د ننګرهار والي ته ستاینلیک ورکړل شو