د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د اړوندې کمیټې رئیس او غړو ګډون درلود چې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
یاده غونډه کې د تازه هوږې، مربا او ژیلي د سټنډرډونو په مسودې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
● د خوراکي توکو سټنډرډونه کیفیت او خوندیتوب تضمینوي او د سیمې او نړۍ سره يې سټنډرډونه عیاروي.
● ياد سټنډرډونه محصول ته کیفي سرټیفیکټ او تصديق پاڼې وړاندې کوي او د نړیوالې سوداګرۍ په وړاندې تخنیکي خنډونه له منځه وړي.