د ولایتونو د مطابقت ارزونې امریت

د ولایتونو د مطابقت ارزونې امریت د سټنډرډ ملي ادارې په تشکیلاتي چوکاټ کې له (۱۳۸۷هـ ش) کال څخه را په دې خوا په لنډ وخت کې په ډېرو جدي او نه ستومانه کېدونکو هلو ځلو سره و توانید چې د وړتیاو په لوړوالي، د اغېزمنو کارونو د تر سره کولو او د سېسټمونو په جوړولو سره د سټنډرډ جوړولو د قانون پر بنسټ خپلې کړنې له مرکز څخه په لومړي ځل د بلخ ولایت د حیرتانو بندر او په (۱۳۸۸هـ ش) کال کې د فاریاب ولایت اقینې بندر وغځوي او په (۱۳۹۱هـ ش) کال کې يې خپل ولایتي تشکیل ته د اړتیا پر بنسټ نوره هم پراختیا ورکړه چې د امریتونو په کچه يې خپل فعالیتونه ننګرهار ولایت، د کندز شېرخان بندر، د هرات مرکز، تورغنډۍ او اسلام قلعه بندرونو، نیمروز ولایت او وروسته د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر ته وغځول.

همدارنګه دې امریتونو له (۱۳۹۲هـ ش) کال نه را په دې خوا د تولیدي او واردیدونکو نفتي توکو د کیفیت د تثبیت په برخه کې خپلې کړنې ترسره او د بې کیفیته او د سټنډرډ خلاف نفتي توکو د تولیدولو او واردولو مخنیوی یې کړی دی چې په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري. د (۱۳۹۷هـ ش) کال تر پایه یې د (۵۵۹۷) ټانکرونو او واګونونو ډیزل، پټرول او اوبلن ګاز او همدارنګه د نورو نفتي توکو د بې کیفیته مشتقاتو مخنیوی وکړ. دا مهال یاد امریتونه د سټنډرډونو د تطبیق او څار په برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.

 

د دې تر څنګ د سټنډرډ ملي ادارې د لومړي ځل لپاره د (۱۳۹۸هـ ش) کال د چنګاښ په (۲۳) نېټه په ننګرهار ولایت کې د ساختماني توکو لابراتوار پرانیست، څو د بې کیفیته ساختماني توکو له واردولو څخه مخنیوی وشي. د سټنډرډ ملي اداره د صادراتو د زیاتوالي، د وارداتو د کموالي، د کورنیو تولیداتو د کیفیت د غوراوي او مارکېټ ته د کیفیت لرونکو مصرفي توکو د وړاندې کولو په موخه او د خپل پنځه کلن (۱۳۹۸ تر ۱۴۰۲) سټراتیژیک پلان پر بڼسټ به د خپلې لومړنۍ موخې (د کیفیت د ملي بنسټونو ایجاد او پراختیا) په نظر کې نیولو سره خپلی کړنې ډېر ژر د کندهار لوی ولایت ته وغځوي او خپل هېواد او ځورېدلي ولس ته به د خدمت جوګه وګرځي.

د ولایتونو د مطابقت ارزونې امریت