د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې اړوند د تخنیکي کمیټې غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۲۵
د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې اړوند د تخنیکي کمیټې غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

دا غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو رئيس مولوي محمد حنیف، ددې کمیټې رئيس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

پدې غونډه کې ډیزلي انجنو د غوړو د سټنډرډ اړوند او د ازمایښت په کړنلارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د غونډې په لړ کې په مخصتر ډول یو شمېر کلیدي کړنلارې تر څېړنې لاندې ونیول شوې او یاد سټنډرډ د آزمایښت له ۲۳ کړنلارو سره یوځای د کمیټې د غړو لخوا وروستي شو.

په یادو د آزمایښت کړنلارو کې د اکسیدیشن او زنګ په وړاندې د مقاومت ارزونه، د رسوباتو د کنټرول او غوړو د مصرف کړنلارې، د هوا په وړاندې د مقاومت اړوند ازمایښتونه، د فلزي برخو پوښلو او زنګ وهلو اړوند ازمایښتونه او ځینې نور ځانکړي ازمایښتونه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه، د اړوندې کمیټې د مشر او غړو په شتون کې، د دغې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

 

پدې غونډه کې د فاضله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه د د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او د غړو په ګډون ددې ادارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۳
Background image

په کابل کې د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ د دود کولو کمپاین پیل شو

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د خلکو او سوداګرو د پوهاوي لپاره، د "د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ دود کولو" تر عنوان لاندې یو کمپاین د کابل ښار د دولسمې ناحیې ارزان‌قیمت سیمه کې پیل کړ.

په دې. . .

BACK TO NEWS

د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې اړوند د تخنیکي کمیټې غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه