د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
Sun, Jan 24 2021 12:13 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

۴/ سلواغه/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي غونډه جوړه شوه چې د دې ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو او نورو اړونده مسوولینو په کې برخه درلوده.

په غونډه کې ښاغلي احمدزي د تېرې یوې اونۍ پر ترسره شوو چارو او فعالیتونو خبرې وکړې او د مټرولوژۍ او کیفی تصدیق پاڼو د طرزالعملونو پر نهايي کېدو یې ټینګار وکړ. دغه راز پر یو شمېر مهمو مواردو بحث وشو چې له سعودي عربستان، ایران، ازبکستان او ترکیې سره د یو شمېر هوکړه لیکنو پر کولو خبرې اترې د دغه بحث یوه برخه وه.

د غونډې په اوږدو کې ګډونوالو د تېرې یوې اونۍ د فعالیتونو او ترسره شوو چارو راپور وړاندې کړ چې د ښاغلي احمدزي له خوا یې چارې و ارزول شوې او د چارو او فعالیتونو د لا غوراوي په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Sat, Jun 21 2025 12:30 PM
Background image

Extraordinary Session of the High Council of Standards Held; 57 Standards and Testing Methods Related to Petroleum Products Approved

24 Dhul-Hijjah 1446 AH

Today, an extraordinary session of the High Council of Standards was held under the chairmanship of H.E. Hajji Mullah Abdul Ghani Baradar, Economic Deputy of the. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.