د سټنډرډ ملي ادارې په هرات ولایت کې د ساختماني او PVC موادو لابراتوار پرانیست.

Moasaq_admin
Sat, Jan 18 2020 2:35 PM
د سټنډرډ ملي ادارې په هرات ولایت کې د ساختماني او PVC موادو لابراتوار پرانیست.

د سټنډرډ ملي ادارې د (۹/مرغومی/۱۳۹۸) نېټه د دوشنبې په ورځ په هرات ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د رهبري پلاوي، ځايي چارواکو، د اړوندو ادارو مسوولینو او رسنیو په وړاندې د ساختماني او PVC موادو لابراتوار پرانیست.

په هغه غونډه کې چې د سټنډرډ ملي ادارې د هرات ولایت په امریت کې جوړه شوې وه، تخنیکي مرستیال ښاغلي خواجه جاوېد صدیقي، د هرات والي عبدالقیوم رحیمي، د انسا ادارې د مطابقت ارزونې رییس ډاکټر احسان الله حیات، خصوصي سکټور، د اړوندو ادارو رییسانو او د رسنیو استازو په کې برخه درلوده.

تخنیکي مرستیال ښاغلي صدیقي د لابراتوارونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د لابراتوارونو د تدارک او فعالولو پروسه بشپړه شوې ده او له دې وروسته به هېواد ته د غیر معیاري ساختماني موادو د واردولو مخنیوی کېږي. نوموړي په دې برخه کې له سیمییزو بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

عبدالقیوم رحیمي د یادو لابراتوارونو پرانیستل یوه لویه لاسته رواړنه وبلله او په دې برخه کې یې له انسا ادارې څخه مننه وکړه. ښاغلي رحیمي د سټنډرډونو پر تطبیق او د بې کیفیته موادو د واردولو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د دغې غونډې په پای کې د پټۍ په پرې کولو سره یاد لابراتوار پرانیستل شو.

Latest news

Sat, Jun 21 2025 12:30 PM
Background image

Extraordinary Session of the High Council of Standards Held; 57 Standards and Testing Methods Related to Petroleum Products Approved

24 Dhul-Hijjah 1446 AH

Today, an extraordinary session of the High Council of Standards was held under the chairmanship of H.E. Hajji Mullah Abdul Ghani Baradar, Economic Deputy of the. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې په هرات ولایت کې د ساختماني او PVC موادو لابراتوار پرانیست.