د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو (Technical Barrier to Trade) کمېټه ایجاد او خپله لومړۍ غونډه یې د سټنډرډ ملي ادارې د غونډو په تالار کې وکړه.

په دې غونډه کې چې د وزارتونو او د بېلا بېلو دولتي او خصوصي سکتور استازو برخه درلوده، د نړیوال سوداګریز سازمان WTO د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) د تړون په لومړیو او اساسي مسایلو بحث وشو.
د غونډې په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي د دغې کمېټې له غړو او ګډونوالو څخه مننه وکړه او د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب او د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) د تړون په اړه چې د دغه سازمان مهمه غوښتنه وه، بشپړ معلومات وړاندې کړل. د هغه په وینا چې د دې تړون تطبیق د سټنډرډ ملي ادارې مسوولیت دی چې د دې ملي کمېټې په ایجاد سره یې په ښه ډول تطبیق کولای شي.
د دې ترڅنګ د مطابقت ارزونې سرپرست رییس احسان الله حیات د یوه پرېزنټېشن له مخې د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) د تړون د ارزښت، اساسي اصولو او ګټو او دغه راز د دندو لایحې، کاري ساحې او د (TBT) د ملي کمېټې د فعالولو په اړه مفصل بحث وکړ.
په پای کې د کمېټې غړو د کمېټې د فعالیتونو او مسوولیتونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.