د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ نوی رئیس معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه
د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم له مخې محترم مولوي محمد حنیف مصباح په رسمي ډول د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. په دغه معرفت غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، د اړونده شعباتو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال وویل؛ بدلون او تغییر د چارو د ښه پرمخ بیولو په برخه کې یو مهم او مناسب اصل دی او په چارو کې د لازمو سمونونو او اصلاحاتو راوستل یوه مهمه او اساسي اړتیا ګڼل کیږي.
ورپسې د سټنډرډ ملي ادارې دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري د ریاست الوزرا محترم مقام حکم ولوست او مولوي مصباح ته یې د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه. مراسم د مفتي محمد حامد په دعا سره پای ته ورسیدل.