په سټنډرډ ملي اداره کې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو اړوند تخینکي غونډه جوړه شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او د غړو په ګډون سره د تخینکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.
پدې غونډه کې د ډبرو د سکارو د سټنډرډ په مسوده او د ټولیز رطوبت ټاکل د کمیټې د غړو لخوا لاسلیک شول او د ډبرو د سکارو د معدني توکو د سټنډرډ اړوند همدارنګه د غبار د نسبت ټاکل/ د ډبرو د سکارو رطوبت هم تر بحث لاندې ونیول شول.
یاد سټنډرډ د کانونو په معیاري ډول کیندلو، د کورنیو او نړیوالو بازارونو د ارزښت په لوړولو کې خورا اغیزمن دی.