د سټنډرډ ملي ادارې په مرکزي دفتر کې د جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Moasaq_admin
Wed, Jul 26 2023 9:03 AM
د سټنډرډ ملي ادارې په مرکزي دفتر کې د جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په دې مراسمو کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دعوت او ارشاد عمومي رئیس شیخ مولوي محمد هاشم شهید ورور، د حج او اوقافو وزارت معین محترم مولوي عارف الله عارف، د ستندرد ملي ادارې مرستیالانو، رئیسانو او کارمندانو ګډون کړی و.
په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم میلمنو او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلام په دین کې یې د جومات د ارزښت او لوړ مقام یادونه وکړه. هغه وويل، زموږ موخه د خلکو د ستونزو حل او د لمانځه او د دين د زده کړې لپاره د مناسب چاپيريال رامنځته کول دي. نوموړي همدا راز د امیرالمؤمنین حفظه الله  له ملاتړ او په چارو کې د چارواکو له همکارۍ مننه وکړه. ورپسې د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف د جومات جوړولو په ارزښت خبرې وکړې او د جومات ځای یې د اسلام په بډایه تاریخ کې د دعوت، دیني زده کړو او جهاد د مرکز په توګه یاد کړ.
شیخ مولوي محمد هاشم شهید ورور وویل: د جومات اصلي موخه د لمانځه ادا کول او د خدای د دین درس ورکول دي او د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د شرعي علومو د ترلاسه کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي چې د هر مسلمان له اساسي اړتیاو څخه ګڼل کیږي

Latest news

Thu, Sep 25 2025 10:32 AM
Background image

Announcement for the Procurement of 12,000 kg of Liquid Gas for the Fiscal Year 1404

The Afghanistan National Standards Authority (ANSA) invites all eligible bidders to participate in the procurement process for 12,000 kilograms of liquid gas for the fiscal year 1404.. . .

Sun, Sep 07 2025 2:49 PM
Background image

National Standards Authority Returned a Shipment of Substandard Construction Materials to Iran

Mil 78 Port, Farah – September 6, 2025

The technical team of the National Standards Authority at Mil 78 Port in Farah, during the assessment of a shipment of steel girders and C. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې په مرکزي دفتر کې د جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه