د پورټلینډ سمنټو معیاري مسودې په اړه تخنیکي ناسته د سټنډرډ ملي ادارې کې جوړه شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د ساختماني موادو د معیارونو د لوړولو د تخنیکي کمېټې غونډه د دې ادارې د اړوندو شعباتو د مسؤلینو او د بېلابېلو څانګو د استازو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې د ګاډر معیاري طرحه تصویب شوه او د پورټلینډ سمنټو د معیاري مسودې په برخه کې تخنیکي بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.