عمومي معلومات

 

د نورم د تثبیت امریت په هېواد کې له قانون او مقرراتو سره سم د موټرونو او ماشینونو د تېلو د لګښت، ماشیونونو، جنراټورونو او د ګرموونکو وسایلو د نورم د ټاکنې او تثبیت مسوولیت په غاړه لري.

د تطبیق ساحه

وزارتونه، دولتي ادارې، د تصدي موسسو پروژې او دولتي شرکتونه. نورې خصوصي موسسې هم کولای شي له دې نورمونو څخه ګټه واخلي.

موخې

د وسایطو، د کرنیزو، سړک جوړونې او ودانیزو ماشینونو د تېلو، جنراټورونو او ګرموونکو وسایلو او د ملي اقتصاد په برخه کې داسې نور مصرفي توکو د نورم د تثبیت د چارو غوره انسجام.

 

کاري ارزښت

د ملي اقتصاد د ودې په موخه په وزارتونو او دولتي موسسو کې له مصرفي توکو څخه د اغېزناکې ګټنې په موخه د غیر ګټورو لګښونو مخنیوی او همدارنګه د هېواد نافذه قوانینو او مقرراتو ته په پام د هېواد په کچه د مصرفي نورمونو د تثبیت اغېز.

نورم مطلقه کمیت دی چې د علمي څېړنو او مخینو په اساس تثبیت او د یوې صلاحیت لرونکې سرچینې له منظورۍ وروسته د اجرا وړ دی.

نفتي توکي

ډیزل، پټرول، کانډانسات، کراسین، ( د خاورې تېل) خام نفت، ګاز او د ډبرو سکاره

موټرونه

چټک موټرونه، بسونه، مکر بسونه او بار وړونکي، د ودانیو او سړک جوړونې ماشینونه

ګريډرونه، رول، اکسوکواټرونه، بلډوزرونه، ډمپر، شاول، اکسکواټرو، اسفلټ کلچ، کمپریسورونه، د سړکونو لیکه رسموونکی، کټر، ویل لو‌ډرونه، لوډر اکسکواټرونه

کرنیز ماشینونه

ټراکټرونه، د واښو رېبلو ماشینونه، واټرپمپونه، د ځنګلونو د ماشینونه او داسې نو...

د برښنا د مولډ ماشین

جنراټورونه

ګرموونکي وسایل

د مرکز ګرمیو ماشینونه او دې ته ورته سېسټمونه، ګازي بخارۍ، ګازي منقلونه او د لرګي بخارۍ 

تزئیدي ضریبونه

د یادونې وړ ده چې موټرونه او ماشینونه سربېر پر تثبیت شوي نورم د فعالیت شرایطو ته په کتلو د ښاري، خامه تګ، ځای په ځای چالاني، ژمني، او توناژ د ضریب مستحق کېدلای شي.

دولسمه ماده: هغه موټرونه چې په خامه جغل لرونکو سړکونو د (۳ـ۴ـ۵) ډلو کې شامل وي او تګ راتګ کوي، له اساسي نورم څخه له پنځو تر شل سلنه اضافه نورم ورته اجرا کېږي.

دیارلسمه ماده: هغه موټرونه چې په خامه بې جغله سړکونو د (۱ـ۲ـ۳ـ۴ـ۵) ډلو کې شامل وي او تګ راتګ کوي، له اساسي نورم څخه له لسو تر پنځه ویشت سلنه اضافه نورم ورته اجرا کېږي.

څوارلسمه ماده: پر صعب العبور سړکونو د موټرونو د تګ راتګ پر مهال له اساسي نورم څخه له پنځلسو تر پنځه پنځوس سلنه اضافه نورم ورته اجرا کېږي.

د ښاري ضریب د اولسمې مادې تعدیل

  1. د پټرولي موټرونو لپاره شل سلنه اساسي نورم ـ د ډیزلي موټرونو لپاره لس سلنه اساسي نورم

نولسمه ماده: په سړو موسمونو کې له (۱ـ۲ـ۳) شمېرې جدول سره سم د تزئیدي ضریبونو مقررات په لاندې توګه اجرا ګېږي.

  • د ګرم اقلیم لرونکې سیمې درې سلنه اساسي نورم
  • نیمه سوړ اقلیم لرونکې سیمې پنځه سلنه اساسي نورم
  • د ساړه اقلیم لرونکې سیمې لس سلنه اساسي نورم

دویمه ماده دویم شمېره ضمیمه: د ټرانسپورټي موټرونو لپاره چې د اړتیا پر بنسټ د انجن په ارامه حرکت چالان پرېښودل کېږي، په یوه ساعت کې لس سلنه تزئید ورته اجرا کېږي.

څلورویشتمه ماده: د بار وړونکو موټرونو لکه؛ لارۍ، لوبای، نلکش او دې ته ورته موټرونه تزئیدي ضریبونه په لاندې ډول محاسبه او اجرا کېږي.

لارۍ پټرولي موټرونه چې توناژ یې پنځه کسه او یا له هغو لږ وي، په سلو کیلو مټره په یوه ټن کې یو نیم لېټر.

پټرولي موټرونه چې توناژ یې له پنځه کسه زیات وي، په سلو کیلو مټره په یوه ټن کې یو لېټر.

ډیزلي موټرونه په سلو کیلو مټره په یوه ټن کې یو لېټر.

د (ب) جز پر بنسټ: د ټرانسپورټي موټرونو د تېلو د لګښت مقررې (۲) شمېره ضمیمه لومړۍ ماده: بسونه، مکروبسونه او میني بسونه چې د تګ راتګ پر مهال راکبین لېږدوي، پر اساسي نورم یې پنځه سلنه ور زیاتېږي. په داسې حال کې چې بسونه، مکرو بسونه او میني بسونه د تګ راتګ پر مهال له راکبین پرته فعالیت کوي، له اساسي نورم څخه یې (۵٪) تنقیص کېږي.

د (ج) جز پر بنسټ: د ټرانسپورټي موټرونو د تېلو د لګښت مقررې (۲) شمېره ضمیمه لومړۍ ماده: هغه پیکپونه چې د تګ راتګ پر مهال بار لېږدوي، پر اساسي نورم یې (۴٪) ور زیاتېږي.

هغه جنراټورونه چې د تېلو د لګښت اساسي نورم یې تر (۲۰) کیلو واټ د زیات تولید ظرفیت لري، د جنراټور د فعالیت شرایطو او د عملي برښنا تولید ته په کتلو د جنراټورونو د تېلو د لګښت په مقرره کې د درج شو احکامو مطابق د موسسو خپل صلاحیت کڼل کېږي.

د نورمونو تقنیني اسناد

د ټرانسپورټي موټرونو د تېلو د لګښت مقررو رسمي جریده پرله پسې شمېرې (۴۲۵) نېټه ۳۰/وری/۱۳۵۸

د جنراټورونو د تېلو د لګښت مقررو رسمي جریده پرله پسې شمېرې (۶۲۶) نېټه ۱۵/دلو/۱۳۶۵

د ودانیزو او سړک جوړونې ماشینونو د تېلو د لګښت مقررو رسمي جریده په پرله پسې شمېرې (۷۹۸) نېټه ۱۴۲۲ هجری قمری د جمادی الاول د میاشتې ۱۵ مه

د کرنیزو ماشینونو د تېلو د لګښت مقررو رسمي جریده په پرله پسې شمېرې (۶۶۷) نېټه ۱۵/غبرګولی/۱۳۶۷

د ښاري ضریب اړوند د اوولسمې مادې تعدیل رسمي جریده په پرله پسې شمېرې (۸۶۳) نېټه ۱۶/تله/۱۳۸۴

د مرکز ګرمیو او دې ته ورته سېسټمونو د نورم د ټاکنې په تړاو د (۴۸) مادې تعدیل رسمي جریده په پرله پسې شمېرې (۱۰۲۰) نېټه ۲۰/غویی/۱۳۸۹

اوومه شمېره ضمیمه رسمي جریده پرله پسې شمېره (۸۶۳) نېټه ۱۶/تله/۱۳۸۴

اتمه شمېره ضمیمه رسمي جریده پرله پسې شمېره (۸۳۵) نېټه ۳۱/زمری/۱۳۸۳

نهمه شمېره ضمیمه رسمي جریده پرله پسې شمېره (۱۰۱۵) نېټه ۵/ وری/۱۳۸۹

 

 

عمومي معلومات