د کیفیت د تصدیق پاڼو په اړه لنډ معلومات

د کیفیت تصدیق پاڼه

د سټنډرډ جوړونې د قانون درېیمې مادې د (۱۹) فقرې پر بنسټ:

لیکلی سند دی چې د مطابقت ارزونې له یوې باوري سرچینې له لوري صادرېږي او له اړوند سټنډرډونو او یا تخنیکي مقرراتو سره د محصول تطابق تاییدوي.

د سېسټم د کیفیت تصدیق پاڼه:

هغه تصدیق پاڼې دي چې د تولید کرښه یا Production line  یو تولیدي بنسټ د کیفیت د مدیریت ځانګړي سټنډرډ ته په پام څېړي.

د مدیریتي سېسټم د کیفیت تصدیق پاڼې موخې:

د کیفیت د تصدیق پاڼو یوه بنسټیزه موخه پر صادراتي او تولیدي توکو د پیریدونکي د باور لوړوالی، د تولید کوونکو تر منځ د سالمې سیالۍ را منځ ته کول، د افغانستان د سټنډرډ په نښان سره نړیوالو مارکېټونو ته د هېواد د تولیدي محصولاتو د لار موندنې د زمیني برابرول، پر تولیدي محصولاتو او مارکېټ باور او په ټولیزه توګه په ټولنه او هېواد کې د خوندیتوب او روغتیا ساتنه ده.

د توکو د کیفیت تصدیق پاڼو کنټرول او له ټاکلو شرایطو سره د جوازونو ثبتول، د محصولاتو د کیفیت تصدیق پاڼو د سټنډرډ نښانونو طرح او کنټرول او د اړوندو ادارو له کارکوونکو سره د کاري اړیکو ټینګول.

  • د مدیریتي سېسټم د کیفیت تصدیق پاڼو ګټې:
  • په مارکېټ کې د پیریدونکي د باور ترلاسه کول
  • مناسب وکارا برای هردو نهاد های خورد وکلان.
  • د دواړو کوچنیو او لویو بنسټونو لپاره مناسب او د کار وړ
  • د بنسټ غوره داخلي مدیریت
  • د کاري بهیر چټکیا
  • اغېزناک او ګټول واقع کېدل
  • د پام وړ پایلو ترلاسه کول
  • د هېواد په مارکېټونو کې د سالمې سیالۍ را منځ ته کول
  • د پیریدونکي خوندیتوب
  • د پیریدونکو شکایتونو ته پر وخت رسیدګي

د کیفیت د تصدیق پاڼو په اړه لنډ معلومات