د نورم د تثبیت تګلاره

د دې امریت کاري تګلاره د وزارتونو او دولتي ادارو د غوښتنې پر بنسټ د رسمي مکتوب له لارې ترسره کېږي چې له سل تر دوه سوه کیلو مټره پورې پر لېږدوونکو وسایطو عملي ازمېیښتونه ترسره کېږي.

د بسونو ازمېیښت دوه ځلې، له بار او له بار پرته ترسه کېږي. د سړک جوړونې، ودانیزو او کرنیزو ماشینونو ازمېیښت په درې ساعته او یا له هغو زیات وخت کې ترسره کېږي.

کمپریسور د عملي ازمېیښت پر مهال اته ساعته، د برښنا د مولډ ماشین او ګرموونکي وسایل په مقرراتو کې له ځای پر ځای شوو احکامو سره سم د یو ساعت فعالیت پر مهال تر عملي ازمېیښت لاندې نیول کېږي.

د نورم د پړاونو طی کول

نورم په څلورو پړاوونو کې ترسره کېږي.

  • د ډول د نښان د تشخیص پړاو
  • د ټاکلو پړاو
  •  د فورمونو د ډکولو پړاو
  •  د تثبیت مرحله

۱ـ د ډول د نښان د تشخیص پړاو: له هغو ځانګړنو څخه عبارت دی چې د مولډ کارخونې خپل محصول پر ټاکلو تورو او ارقامو نښه کوي او موقعیت یې پر دروازه او یا د ماشین پورته خوا ته وي.

 

د وسیلې ډول

د وسیلې د ډول نښان

د ماشین د ډول نښان

د سلنډرونو شمېر

د تېلو ډول

د ګېربکس ډول

د تولید کال

د ټایرونو ډول

د سلنډرونو ډول

تولید کوونکی هېواد

پلنت یا کوډ

د بار وړلو توان یاتوناژ

لنډکروزر

UZJ200L-GNTNKV

1UR-FE

8سلنډره

پټرول

اتومات ګیر

2009

ډبل ټایرونه

4608MM

جاپان

C41

پنځه کسیز

 

 

 

 

 

 

۲ـ د ټاکلو پړاو

د موټرونو، ماشینونو، د برښنا د مولډ او د نورو ګرموونکو وسایلو د تېلو د لګښت د نورم ټاکلو لپاره لاندې ټکي په پام کې نیول کېږي.

  • د موټرونو، ماشینونو، د برښنا د مولډ او د نورو ګرموونکو وسایلو تخنیکي ستونزې د تخنیکي لارښوونو سره سم د تخنیکي پلاوي له لوري په عملي تجربو حل او تخنیکي وضعیت یې نورمال حالت ته را ګرځول کېږي.
  • اړوندې ادارې داسې کسان د پلاوي د غړو په توګه ټاکي چې په تخنیک کې کافي معلومات او مخینه ولري.
  • د تېلو د لګښت د نورم ټاکلو په موخه هره عملي تجربه په یوه ساعت یا تر دې زیات وخت کې د یو کیلو مټر واټن په طی کولو ترسره کېږي.
  • د موټرونو د تجربې شمېر له یوه تر دوه، د ماشینونو او ګرموونکو وسایلو څخه یو ټاکل کېږي چې نورم یې له درېیو تر پنځو مرحلو پورې په تش او ډک ډول ټاکل کېږي. په تورو او ارقامو کې یې درې توري توپیر لري. هر یو یې په جلا جلا توګه یو یو ځل په تش او ډک ډول تجربه کېږي.
  • د تېلو کچه نیونه د تېلو د وېش په مرکز کې ترسره کېږي او له تجربې وروسته بیا د تېلو د توزیع په ځای کې یې د تېلو اندازه کتل کېږي.

د موټرونو د تېلو د لګښت محاسبه د لیټر په حساب په سل کیلو مټره واټن کې او د ماشینونو، برښنایي مولډ او ګرموونکو وسایل د یوه ساعت فعالیت په جریان کې ترسره کېږي.

هغه موټرونه چې د میل په سنج تجهیز شوي وي، د تېلو د لګښت د نورم ټاکلو لپاره یې یو میل په (1609) کیلو مټره محاسبه کېږي.

۳ـ د فورمونو ‌ډکولو پړاو:

توري، د موټرونو شمېر، ماشینونه، د برښنا د مولډ ماشینونه او ګرموونکي وسایل لکه د ډول نښان، د انجن نښان، د سلڼډرونو شمېر، د تېلو ډول، د ګېربکس ډول، توناژ، د تولید کال، د سلنډرونو حجم او نور تخنیکي ځانګړنې په دغه فورمونو کې لیکل کېږي.

۴ـ د تثبیت پړاو:

د نورم د تثبیت کمېټې ناستې د وزارتونو د صلاحیت لرونکو استازي تر نظر لاندې په اونۍ کې یو ځل د دوشنبې په ورځو ترسره کېږي او د موټرونو، ماشینونو، د برښنا مولډ او ګرموونکي وسایلو د نورم تثبیت مخکیني نورم ته په پام له تجربو څخه د حاصل شوو تورو او شمېرو په څېړلو سره د انډول له مېتود په ګټنې تصمیم نیول کېږي د ټاکل شوې کمېټې او د سټنډرډ ملي ادارې د مقام له تایید وروسته غوښتونکې سرچینې ته وړاندې کېږي.

د نورم د تثبیت تګلاره