د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۰:۲۳
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

سه شنبه ۱۳۹۹/وږي/۱۱ د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې اړونده رییسانو او امرینو برخه درلوده او د خپلو وروستیو فعالاتونو راپورونه یې غونډې ته وړاندې کړل. ښاغلي صدیقي پر وخت او د غوره اجرائاتو په تړاو هر اړخیزه خبرې وکړې او په وینا یې چې مونږ ژمن یو، څو خپلې دندې تر پخوا په ښه ډول ترسره کړو او په هېواد کې واقعي ځای ته د دې ادارې د رسولو لپاره د ادارې د ټولو برخو رښتینو هڅو ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ د سټنډرډ د نړیوالې ورځې د لمانځنې، د ادارې تقنیني اسنادو، له سعودي عربستان هېواد سره د هوکړې، د روان کال د منظور شوې او راتلونکي کال پراختیايي بودجې په تړاو خبرې اترې وشوې. د غونډې په پای کې ښاغلي صدیقي تاکید وکړ چې د ادارې چارې دې په غور او دقت ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۵۳
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د افغاني سرې میاشتې ټولنې د (۱۳) عراده وسایطو د سوند توکو د لګښت معیار وټاکل شو

د نورم خدمتونو وړاندې کول د لګښتونو د سمپا او مالي او اقتصادي سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې خورا ارزښت لري. د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت مسلکي او فني کارکوونکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۲۲
Background image

په افغانستان کې د بخارۍ جوړونې د صنعت د څارنې پروسه په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د رامک ترک چیلیک په نوم د بخارۍ جوړونې له یو شرکت څخه چې د کابل ولایت د پل چرخي د صنعتي پارکونو- دریم سړک- الف (فاز) په سیمه کې موقعیت لري، څارنه ترسره کړه.         . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د بخارۍ جوړونې کارخونو د څارنې بهیر په هېواد کې د ملي صنایعو د پیاوړتیا په موخه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د شهر اتفاق په نوم د بخارۍ جوړونې له یو شرکت څخه چې د کابل ولایت دشت برچي سیمې - د شهیدانو څلورلارې، په اتفاق ښارګوټي کې موقعیت لري، څارنه ترسره کړه.       

دا بهیر. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.