د سټنډرډ ملي ادارې مرکزي لابراتوارونه

تقاضا او د ټولنې اړتیا ته په کتو او د تولیدي او توریدي محصولاتو د کیفیت د کنټرول، د سوداګرۍ پراختیا، د ملي اقتصا وده او ملي او نړیوالو بازارونو ته د لار موندنې په موخه د ټولو تولیدي، توریدي او صادراتي موادو د ازمېیښتي لابراتوارونو ایجاد د هېواد په کچه یوه اړتیا بلل کېږي.

د سټنډرډ ملي ادارې په لومړي ځل په هېواد کې د مرکزي لابراتوارونو هسته او د لابراتوارونو کمپلکس را منځ ته کړل چې دا لابراتوارونه د نړیوالو سټنډرډونو سره سم د معیاري کېدو په لوري د ودې په حال کې دي، څو په راتلونکي کې و کولای شي، د یوه معتبر لابراتوار په توګه هغه سټنډرډ عملي کړي چې د کیفیت ملي بنسټ د پیاوړتیا په موخه د دې ادارې له لوري د سټنډرډ نړیوال سازمان او د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته ورکړل شوي دي.

د لابراتوارونو امریت د سټنډرډ ملي ادارې په چوکاټ کې د مطابقت ارزونې تر ریاست لاندې په ۱۳۸۷کال کې له نړیوالو معیارونو سره سم د کیفیت ملي بنسټ او د لابراتواري چوپړتیاو د وړاندې کولو د پیاوړتیا په موخه د لابراتواري ازمیښتونو په فعالیت پیل وکړ او د نفتي، خوراکي، ساختماني، پلاستیک او پي وي سي توکو او برښنايي وسایلو په برخو کې په عملي توګه د لابراتواري چوپړتیاو د ترسره کولو وړتیا لري.

د نفتي موادو لابراتوار (ثابت او ګرځنده)، د ساختماني، پلاستیک او پي وي سي موادو لابراتوار په عملي توګه فعالیت لري چې هره ورځ د سټنډرډ ملي ادارې په لابراتواري کمپلکس کې د دولتي ادارو او خصوصي موسسو د نفتي او ساختماني توکو ډولونه تر لابراتواري ازمیښتونو لاندې نیول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د خوراکي توکو او برښنايي وسایلو د ازمیښت لابراتوارونه به هم په نږدې راتلونکي کې په فعالیت پیل وکړي او د لابراتواري چوپړتیاو وړاندې کووونکې به وي.

د لابراتوارونو تخنیکي کار کوونکو له څو نړیوالو سرچینو څخه د لابراتوارونو د سټنډرډونو، د ISO سټنډرډ د شرایطو او مطابقت ارزونې اړوند نورو سټنډرډونو، سرټیفیکشن (د سرټیفیکېټ صدور) باور، د لابراتوارونو د بې خطرۍ تخنیک او د بېلا بېلو ماشینونو د ازمیښت په برخه کې یې په هېواد د ننه او باندې زده کړې کړې دي ]چې ټسټ او لابراتواري ازمیښت یې تایید شوی دی او نړیوال منښتلیکونه یې تر لاسه کړې دي چې په لاندې برخو کې هم صلاحیت لري:

  • Quality Control
  • Quality Assurance
  • Total Quality Management System (ISO 17025, 9001, 14001, 27000, 22000)
  • Operation and Maintenance of Instruments
  • Quality Policy
  • Six Sigma Practices

 

د مرکز او ولایتونو د فعاله لابراتوارونو پېژندنه

 

۱. د نفتي موادو لابرتوار

د نفتي موادو د ازمېیښت لابرتوارونه او د هغو مشتقات په (۱۳۸۷هـ ش) کال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د اوبلن ګاز د نفتي موادو د تصدي ریاست له لوري د سټنډرډ ملي ادارې ته ولېږدول شول چې له دې وروسته په مرکز او بندرونو کې د نفتي موادو او د هغو د مشتقاتو د کنټرول د سټنډرډ ملي ادارې د اساسي دندو یوه برخه شمېرل کېږي. د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي موادو د ازمویلو مرکزي لابراتوار یو خدمتي لابرتوار دی چې د ټولو نفتي موادو او د هغو د مشتقاتو لکه خام مواد، د وسایطو د ماشینونو محروقات او د الوتکو محروقات (ډیزل، پټرول، JETA-1 JP-8، TC-1 تېل) د ماشینونو د غوړولو تېل (موبلایل، هایډرولیک، ګریس، د برېک ویکم، انتي فریز) او د بېلا بېلو نفتي موادو د مشتقاتو د تحیلیل او تجزیې وړتیا لري. دا برخه هره ورځ په عملي توګه د دولتي او غیر دولتي ادارو، بهرنیو موسسو، سفارتونو، خصوصي شرکتونو او د تېلو پمپ د نمونو د ټسټ په فعالیتونو بوخته ده.

د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي موادو لابراتوار د سیمییزو او نړیوالو سټنډرډونو مطابق د دستګاو، تجهیزاتو او پر مختللو ټکنالوژیکي وسایلو لرونکی دی. د دې لابراتوار تخنیکي کارکوونکي د دندې اړوند د لوړو زده کړو لرونکي، د نفتي موادو د ازمویلو په برخه کې د بشپړې تجربې او د ملي او نړیوالو منښتلیکونو لکه (ISO17025, ISO9001, ISO14001, ISO27000, ISO22000) لرونکي دي او د ټولو نفتي موادو او د هغو د مشتقاتو د ازمویلو، تجزیې او تحلیل وړتیا لري.

د نفتي موادو ګرځنده لابرتوار (Mobile lab) د دې ادارې د مرکزي لابراتوار یوه برخه ده چې دنده یې د هېواد په بازارونو کې د نفتي موادو له کیفیت څخه څار دی او د پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو لرونکی دی او په سیمه کې د نفتي موادو او د هغو د مشتقاتو د ازمویلو وړتیا لري. دا لابرتوار په یوه موټر کې د ننه دی چې د نفتي موادو د ازمویلو ټول اړین وسایل په کې ځای پر ځای شوي دي.

 

۲. د خوراکي موادو لابرتوار

د خوراکي موادو لابراتوارونو په ۱۳۹۲ کال کې د تولیدي او سوداګریزو (وارداتي او صادراتي) خوراکي محصولاتو د کیفیت د تثبیت په موخه د سټنډرډ ملي ادارې په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ. دا لابراتوارونه د پرمختللو او عصري وسایلو لرونکي دي لکه؛ HPLC، (Gas ChromatographUV1800 او د خوراکي موادو د ازمیښت داسې نورې الې دي چې د غلو دانو، خوراکي غوړیو، د څښلو اوبو، غیر الکولي څښاک او د کبانو د روزنې اوبو فارمونو د ازميښت وړتیا لري.

 

۳. د برښنا د سامان او الو لابراتوارونه

د برښنا د وسایلو لابراتوارونه په ۱۳۹۴ کال د GIZ کمپنۍ په وسیله د برښنا د وسایلو د ازمیښت په موخه شپږ بېلا بېلې الې فعال شوې چې تر شپږ میاشتې فعالیت وروسته د ځینو ستونزو له امله تر ۱۳۹۷ کال پورې غیر فعال وې چې په لاندې ډول دي:

  • د High voltage Test 0-50 -0 at 60AM اله د برښنا د کېبل له ۵۰ کیلو واټ تر ۶۰ امپیر مقاومت ازمویي.
  • د Digital Micro ohm Meter اله د کېبلونو، سیمونو، ټرانسفرمرونو، د ماشین د پیچ سیمونو، کویلونو، د سویچونو د تماس مقاومت او د اتصالاتو د مقاومت د اندازه کولو لپاره ده.
  • د Automatic oil test 0 – 100kv at 1kv اله په ټرانسفرمرونو او د مدارونو د پرې کولو (CT اوPT) په ګټه اخیستلو کې د عایق شوو غوړیو د الکتریک د ځواک د ټسټ لپاره ده.
  • د Multi – Product calibrator اله د (calibration) کلبرشن لپاره ده.
  • د Precision Muleteer اله تر ۱۰۰۰ ولټه د AC او DC د ولتاژ د اندازه کولو لپاره ده.
  • د Insulation resistance meter MIC – 5010/Mic 5050 د عایق د مقاومت د اندازه کولو، له ۰ څخه تر ۶۰۰ ولټه د AC او DC ولتاژ د اندازه کولو او د T1-T2-T3 د ټسټ لپاره ده.

 

۴. د ساختماني موادو لابراتوارونه

د ساختماني موادو د ازمیښت لابراتوار په ۱۳۹۴ کال کې د سټنډرډ ملي ادارې په چوکاټ کې د لابراتوارونو د امریت تر اثر لاندې را منځ ته شو چې د شپږو څانګو ( سمنټ، اوسپنې، قیر، پي وي سي، جیوتکنیکل او کانکرېټ) لابراتوارونه په مرکز او همدارنګه د ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو په بندرونو کې د ساختماني موادو لابراتوارونه فعالیت ته چمتو دي چې شاوخوا ۲/۲ میلیون امریکايي ډالره پانګونه پرې شوې ده.

د سټنډرډ ملي ادارې مرکزي لابراتوارونه