د زعفرانو ځانګړتیاوو ملي سټنډرډ -- د زعفرانو په کیفیت ښه کولو کې خورا زیات مهم رول لوبوي
د سټنډرډ ملي اداره د ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب، د هېواد د پرمختګ او د ټولنې لپاره د سالم چاپېریال د رامنځ ته کولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.
د زعفرانو ملي سټنډرډ د اړوندې تخنیکي کمیټې لخوا د سیمه ایزو او نړیوالو معیارونو سره سم او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو شرایطو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی او ټولو ته د لاسرسي وړ دی.