د حلال خوراکي توکو د ملي سټنډرډ په اړه لومړنۍ غونډه سټنډرډ ملي ادارې کې جوړه شوه
د سټنډرډ ملي ادارې د حلال معیارونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه د سټنډرډونو تدوین او ترویج ریاست د رئیس مولوي محمد حنیف په ګډون د دغه ریاست د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.
مولوي محمد حنیف د کمیټې په اهمیت او په هیواد کې د حلال خوراکي معیارونو د جوړولو د جدي اړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
دغه راز په بېلابېلو موضوعاتو هراړخیز بحثونه وشول او د حلال خوراکونو د ملي معیارونو د تعدیل په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
د صحي خواړو کیفیت په برخه کې د حلال معیارونو تالیف د نړۍ په ځانګړي توګه د اسلامي هیوادونو لپاره خورا مهم دی.