د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت امریت او تورخم له بندر څخه لیدنه وکړه
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله " تمیم" د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت امریت او تورخم له بندر څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د مطابقت ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور، د ادارې سلاکار انجینر محمد طارق صافی او مسؤلین ملګري وو.
د دغه سفر موخه په يادو بندرونو کې د انسا ادارې د فعاليتونو څېړنه او د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتياوو برابرول وو.
د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه پلاوي د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو او د چارو د ښه والي په موخه د دې ولایت له مسؤلینو سره وکتل او په دې اړه یې د ننګرهار ولایت د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.