سټنډرډ ملي ادارې لخوا د جلال اباد ښار په پمپ سټیشنونو کې د نفتي توکو د کیفیت د څارنې لړۍ پیل شوه

۱۴۴۴ هـ . ق ۱۸ صفر المظفر
د ننګرهار ولایت ښاروالۍ، د چاپېریال ساتنې ریاست، اقتصاد وزارت، سوداګرۍ خونو او امنیتي ادارو د استازو په شتون کې د سټنډرډ ملي ادارې په یو شمېر پمپ سټېشنونو کې د نفتي توکو له کیفیت څخه څارنه وکړه.
د څارنې دغه بهیر، چې په جلال اباد ښار کې د نفتي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه په لاره اچول شوی و، د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو ریاست د یو شمېر مسلکي انجینرانو له خوا د دغه ولایت د پمپ سټېشنونو د ګرځنده لابراتوار له لارې له نږدې وڅېړل شول.
د سټنډرډ ملي ادارې رهبري وايي: دوی په هېواد کې د نفتي توکو د کیفیت د ښه والي او څارنې لپاره جدي اقدامات او تصمیمونه نیولي او دا څارنه به په جدي توګه دوام وکړي. دغه راز د دې ادارې رهبري په هېواد کې د نفتي توکو د پلور له ټولو مرکزونو څخه غواړي چې د بې کيفيته نفتي توکو له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني او جدي چلند سره به مخ شي.