د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د سرچینو د غوره مدیریت په پار په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د عامې روغتیا وزارت د (۱) عراده موټر، د برېښنا شرکت د (۱) عراده موټر او د پولیسو اکاډمۍ قومانداني د (۱) عراده موټر د سون توکو د مصرف معیار وټاکه.
ددې ادارې د نورم تثبیت تخنیکي او فني مسئولین پرله پسې هڅه کوي، ترڅو د وسایطو، تجهیزاتو، ماشینونو او بېلابېلو وسایلو د سون توکو د مصرف کره معیارونه وټاکي.
تثبیت شوي نورمونه کولی شي، د سرچینو د غوره مدیریت او د انرژۍ د سمپا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د مصرفي نورمونو ټاکل؛
د معیاري کولو او سپما په برخه کې مثبت ګام