کاري تګلاره

د مټرولوژۍ پروسیجر چې د مټرولوژۍ د قانون له نهايي کېدلو وروسته به تطبیق شي، په لاندې ډول دی.

الف. ( د نوعیت تایید) چې یواځې په بندرونو کې د هغو وسایلو لپاره کارېږي چې د کچې نیونې په برخه کې هېواد ته واردېږي.

  • یو شمېر نورې چوپړتیاوې لکه؛ عیارول، لومړنی تایید او منځنی تایید چې په ټولیزه توګه په لاندې ډول شرحه کېږي.
  1. د مټرولوژۍ په ډېټابېس کې د ازمېیښت وړ وسیلې کمپنۍ او یا وارد کوونکي شخص ثبتول
  2. لایحې ته په پام د پیریدونکي یا غوښتونکي د چوپړتیاو د فیس بل وړاندې کول
  3. د کچې نیونې د وسیلې ډول ته په پام د نظر وړ توکي د ازمېیښت ترسره کول (هر ډول چوپړتیاوې د فیس له ادا کولو وروسته ترسره کېږي، که څه هم پایله یې رد او یا تایید وي)
  4. په ټاکلي فارمټ کې د ازمېیښت د پایلې وړاندې کول
  5. مهرلاک او یا تړل
  6. د مټرولوژۍ په ډېټابېس کې د ځانګړنو او سریال نمبر ثبتول
  7. پیریدونکي او غوښتونکي ته د ټسټ شوې وسیلې سپارل

 

کاري تګلاره