رئیس عمومی تخنیکی اداره ملی ستندرد با معین امور ساختمانی وزارت شهر سازی دیدار کرد

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي عمومي رییسې ساناز سلیمي د ښارجوړونې وزارت د ودانیزو چارو له معینې سحر همدرد سره وکتل او د هېواد په ودانیزو پروژو کې د ساختماني کوډونو د پلي کولو پر څرنګوالي یې بحث او نظرونه وړاندې کړل.
په دغه لیدنه کې چې د دواړو لورو تخنیکي مسوولینو هم برخه لرله، اغلې سلیمي و ویل چې د ودانیزو کوډونو د لا ښه تطبیق لپاره مونږ د ټولو اړوندو ادارو تر منځ همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لرو. نوموړې همدا راز د ودانیزو ملي کوډونو د تدوین په برخه کې د انسا ادارې له هڅو یادونه وکړه.
د تخنیکي مهمو او جدي بحثونو تر څنګ اغلې همدرد د ښاري پراختیا په برخه کې د ودانیزو کوډونو پلي کول اغېزناک وګڼل او دواړو لورو په هېواد کې د بنسټیزو کوډونو او پروګرامونو په تطبیق کې د لا همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.