د کب نهمه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ مو مبارک!
د کب میاشتې نهمه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ده. د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) رهبري او کارکوونکي د افغانستان ټولو زړورو او پر هېواد مینو سرتېرو ته د دې ورځې مبارکي وایي او د هېواد او خلکو د امنیت په ټینګښت کې د دوی هلې ځلې د ستاینې وړ ګڼي.
مونږ پر خپلو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړو او په هر ډګر کې ورته له لوی خدای ج څخه د بریا غوښتونکي یو.
په درنښت.