د ملي سټنډرډونو او ساختماني کوډونو پر تطبیق نظارت

د ملي سټنډرډونو او ساختماني کوډونو پر تطبیق د څار امریت د مطابقت ارزونې د ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي. دا امریت د دندو لایحې سره سم د ملي سټنډرډونو او ساختماني کوډونو پر څار، دولتي او غیر دولتي ادارو ته د لارښوونو، سپارښتنو او د زده کړیزو پروګرامونو وړاندې کول، پر مارکېټونو د څار، د نظرونو د راټولولو د پروګرام پروسې او د ملي سټنډرډونو او ساختماني کوډونو د تطبیق اړوند د وړاندیزونو او ستونزو په برخو کې فعالیت کوي.

دا چې د څار پروسه پر وخت او کره معلوماتو ته اړتیا لري، په همدې توګه د نظارت لپاره د څار د کارکوونکو په وسیله سم معلومات او ارقام را ټولېږي چې د امر، مدیر او یا د نظارت کوونکي ټیم له لوري را ټول شوي ارقام د نظارتي پروسو د پرمختګ په څېړلو کې کارول کېږي.

د څار امریت کارونه د سټنډرډ جوړونې او کاري کړۍ له قانون سره سم د ساختماني کوډونو او ملي سټنډرډونو څخه د څار په پروسه کې په لاندې ډول دي:

  • د دولتي او غیر دولتي ادارو په وسیله د تخنیکي مقرراتو د طرحه کولو او تطبیق په موخه د ملي سټنډرډونو له کارولو څخه د څار پروسې څېړنه او کنټرول او د ادارو په اړونده چارو کې د هغو د کاري کیفیت د لوړولو په هدف د ملي سټنډرډونو تطبیق.
  • د مطابقت ارزونې په اړونده چارو کې د ملي سټنډرډونو پر تطبیق څار، د مارکېټ مراقبت او د تولیداتو او محصواتو د کیفیت د لوړوالي په موخه د تولیدي پروسو د کیفیت کنټرول.
  • د ملي سټنډرډونو د کارولو د ترویج په موخه دولتي او غیر دولتي ادارو ته د لارښوونو، سپارښتنو او زده کړیزو پروګرامونو د وړاندې کولو د څرنګوالي څېړنه او څار.
  • په مارکېټ کې د ملي سټنډرډونو په خلاف د خپلسري فعالیتونو د مخنیوي په موخه د عدلي تعقیب د تفتیش مسوولینو ته د تحلیلي راپورونو د وړاندې کولو او د ملي سټنډرډونو د نه پلي کولو په برخه کې د کارپوهانو د راپورونو څېړنه او مطالعه.

د ملي سټنډرډونو او ساختماني کوډونو پر تطبیق نظارت