د لومړي ځل لپاره د سټنډرډ ملي ادارې لس زره ټنه څخه زیات غیر معیاري اوسپنیز توکي ( ګاډر انګلارن او سی چینل) په اسلام کلا بندر کې مسترد شول
د سټنډرډ ملي ادارې په یوه بې ساري اقدام کې د اسلام کلا په بندر کې څه باندې (10)زره ټنه وارداتي اوسپنه چې له ملي معیارونو سره په ټکر کې وه، بېرته مسترد کړې ده. دا اوسپنې چې ګاډر، سی چینیل او انګلارن پکې شامل دي. د سټنډرډ ملي ادارې د مسلکي انجینرانو لخوا د لابراتوار ازموینې وروسته ، پایله منفي تایید شوه او بیرته مسترد کړل شول.
د سټنډرډ ملي اداره په هیواد کې د ساختماني سکتور معیاري کولو ته ژمنه ده او په هیواد کې د ساختماني موادو د کیفیت د ثبات او کنټرول په برخه کې جدي او قاطعانه عمل کوي.