د سټنډرډ ملي ادارې په کابل کې د ساختماني موادو یو خصوصي لابراتوار څخه نظارت ترسره کړ.
د سټنډرډ ملي ادارې په کابل ولایت کې د شوال جیو تخنیک په نوم د ساختماني موادو یو خصوصي لابراتوار نظارت کړ. د ياد شوي شرکت د جواز د تجديد په موخه د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې بورډ چې له بېلابېلو تخنيکي شعباتو څخه جوړ و، د ياد شرکت له بېلابېلو لابراتواري برخو څخه ليدنه وکړه او د هغوی کاري بهير يې له نږدې وڅېړه.
د سټنډرډ ملي اداره په هیواد کې د ساختماني ډګر د معیاري کولو لپاره عملي او هر اړخیز پلانونه لري.