د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مشر سره وکتل.
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس جناب انجنیر ذبیح الله زیارمل د ولسي جرګې د کورني چارو او امنیت کمېسیون مشر الحاج خان اغا رضایي سره وکتل. په دغه لیدنه کې ښاغلي رضایي جناب زیارمل صاحب ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د دې ادارې لپاره یې د نوموړي ټاکنه پر ځای او مناسبه وبلله. رضایي نوموړي ته په دنده کې د بریا غوښتنه وکړه او د خلکو د استازو په نمایندګۍ یې ښاغلي زیارمل صاحب ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.