د سټنډرډ ملي ادارې عواید په شفاف ډول راټول شوي دي

پنجشنبه
(۲۳ سلواغه) ۱۴۰۰
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې په (۱۴۰۰هـ ش) کال کې عواید په شفاف ډول راټول کړي دي. د مالي او اداري ریاست راپور له مخې روان کال د نفتي او ودانیزو توکو د لابراټواري ازمایښت په پایله کې لږ تر لږه (۳۶۰) میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي
د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه پلاوی ژمن دی، څو د دې ادارې عواید په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته یې وسپاري. د سټنډرډ ملي اداره هڅه کوي چې د غوره چوپړتیاو په وړاندې کولو سره په خپلو عوایدو کې زیاتوالی راولي