د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په دغه اداره کې د نیالګي کینولو پروګرام کې ګډون وکړ.

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، د اداري او مالي چارو رئیس مولوي حنیف، د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور او د بېلابېلو څانګو مسؤلینو په دغه پروګرام کې ګډون کړی و.
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس د نيالګيو په ايښودلو سره د هېواد د زرغونتيا او پرمختګ هيله وکړه. نوموړي په اسلامي ارشاداتو کې د پاکوالي او زرغونتيا په اهميت خبرې وکړې او ويې ويل، چې د خپل چاپېريال د پاکوالي، زرغونتيا او تازه والي په موخه د نيالګيو ايښودل زموږ د هر فرد ديني دنده ده، چې د چاپېريال په پاکوالي، زرغونتيا او تازه والي کې يې ونډه واخلو.
نوموړي دغه راز د خلکو د روغتيا د ساتنې په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې د پراخو هڅو او پروګرامونو يادونه وکړه او ويې ويل، موږ ژمن يو چې د بې کيفيته موادو په ځانګړي ډول د نفتي موادو د داخلېدو مخه ونيسو چې په اقليم، هوا او سرسبزۍ منفي اغېزې لمنځه یوسو.