د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ د یو شمېر نورو ادارو په ملتیا د کابل ښار یو شمېر پمپ سټېشنونه له نږدې وڅارل.

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۵
د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ د یو شمېر نورو ادارو په ملتیا د کابل ښار یو شمېر پمپ سټېشنونه له نږدې وڅارل.

سه شنبه ۱۷/مرغومی/۱۳۹۸

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) لوی رییس ډاکټر محمد موسی علمي، د دې ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي، د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي معین عزت الله صدیقي، د نفتي موادو ریاست اداري مرستیال، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معین او د انسا ادارې یو شمېر مسلکي انجنیرانو د  تېلو د کیفیت د څار په موخه تېره ورځ په کابل ښار کې له یو شمېر پمپ سټېشنونو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

د دغو ادارو چاواکو د همغږۍ له مخې د ګڼ شمېر پمپ سټېشنونو تېل چک کړل چې له مخې یې د بې کیفیته تېلو د پلور له امله دوه پمپ سټېشنونه وتړل شول.

د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ د تېلو پر کیفیت ټینګار وکړ او په وینا یې چې د دوی څار به دوام مومي. د انسا ادارې تخنیکي مرستیال و ویل چې ټول سوداګر مسوول دي، څو د بې کیفیته توکو له واردولو څخه ډ ډه وکړي. نوموړي زیاته کړه دوی په دې برخه کې جدي دي او هغه پمپ سټېشنونه چې له تړل کېدو وروسته بیا هم بې کیفیته تېل پلوري، نغدي جریمه کېږي او د بیا سر غړونې په صورت کې به قانوني سزا هم ویني. هغه پر سوداګرو غږ وکړ چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

دغه چارواکي داسې مهال له پمپ سټېشنونو څخه لیدنه کوي چې په دې وروستیو کې د کابل ښار د هوا له ککړتیا څخه ښاریان شکایت کوي چې دولت یې هم پر واړندې جدي ګامونه پورته کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

ستنډرډ ملي ادارې د پښتني بانک د ۸ عراده بیلابیلو وسایطو د مصرف نورم تثبیت کړ

د ستنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت آمریت تخنیکي ټیم په نه ستړې کیدونکې توګه هڅه کوي ترڅو د وسایطو، تجهیزاتو او ماشینونو د سوند توکو د مصرف دقیق معیار وټاکي. دا نورمونه د سرچینو په ښه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه

د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په تخنیکي تالار کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ په ملي اداره کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو جوړولو تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او تخنیکي غړو په. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ د یو شمېر نورو ادارو په ملتیا د کابل ښار یو شمېر پمپ سټېشنونه له نږدې وڅارل.