د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیو د رنګمالۍ پروژې د اعلان په اړه

Publish Date
Closing Date
سټنډرډ ملي اداره ټول هغه داوطلبان چې قانوني شرایط لري، دعوت کوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ودانیو د رنګمالۍ پروژې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرطنامې اړوند معلومات وړیا د یو فلش ډیسک (USB) له لارې د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.
وړاندیزونه باید د شرطنامې د شرایطو سره سم، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې، په سرپټه لفافه کې، د اعلان له نېټې څخه د ۲۱ تقویمي ورځو په موده کې، د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته چې په سرک نو، د صنعتي ښارګوټي، د کابل – جلالآباد د لویې لارې ته نږدې موقعیت لري، وسپارل شي. ناوخته رسیدلي او یا د انټرنټ له لارې لیږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین باید د بانکي تضمین په شکل، ۳۵۰۰۰ افغانۍ (پنځه دېرش زره افغانۍ) وي.
د وړاندیزونو د خلاصولو غونډه به د اعلان له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې په درېیم منزل کې، د تدارکاتو آمریت کې ترسره شي.