د سټنډرډ ملي ادارې د سوانح او ارزونې نوی امر معرفي شو

۱۴۴۴ هجري قمري کال ۱۰ جمادي الثاني
محترم مولوي ذبیح الله اغا صالح د سټنډرډ ملي ادارې د سوانحو او ارزونې د نوي آمر په توګه رسماً معرفي شو. د معرفي په مراسمو کې د ادارې دفتر رئیس مولوي وحید احمد "بدري"، ولایتي امورو رئیس مولوي احمدالغازي او د دعوت ارشاد رئیس مفتي نور احمد یاسر او اړوندو شعباتو یو شمېر کار کوونکو ګډون کړی و.
محترم مولوي وحید احمد بدري د ارزونې او سوانح د آمر په توګه هغه ته د نوې دندې مبارکي وویله او د لوی خدای (ج) له درباره یې ورته په رښتیني خدمت کې د بریالیتوب دعا وکړه. هغه بدلون او تحول يو مهم اصل وباله او د پرمختګ په لاره کې يې د مولوي ذبيح الله د برياليتوب هيله وکړه.