د سټنډرډ ملي ادارې او فور کارنر مشورتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۱:۳۷
د سټنډرډ ملي ادارې او فور کارنر مشورتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دوشنبه

۱۳۹۹/چنګاښ/۹

دغه هوکړه لیک د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي او د فور کارنر شرکت رییس ښاغلي سمیع له لوري د مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي، د سټنډرډونو او د ساختماني ملي کوډونو رییس او نورو اړونده کسانو په موجودیت کې لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک موخه په ودانیو کې د تودخې د خوندیتوب د سټنډرډونو تدوین او د اړینو طرحو او اسنادونو د ایجاد په برخه همکاري په ګوته شوې چې پر بنسټ یې به یې دواړه لوري د دغه هوکړه لیک د موضوع د پراختیا، د علمي - تخنیکي ستونزو او معضلاتو په حل او د ودانیو د تودوخې د خوندیتوب د ملي کوډونو په تدوین او تطبیق کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

دغه هوکړه لیک د انرژۍ د خوندیتوب ملي کوډ او د تودوخې د خوندیتوب په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې لپاره یو پیل دی.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او فور کارنر مشورتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.