د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د مالي او اداري چارو او تخنیکي مرستیالانو معرفي

admin_omid
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۲ - ۱۵:۴۲
د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د مالي او اداري چارو او تخنیکي مرستیالانو معرفي

هغه مراسم چې د سټنډرډ ملي اداري د کنفرانسونو په تالار کې د دغې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال او تخنیکي مرستیال د معرفي په موخه جوړ شوي وو، د ج.ا.ا د چارو ادارې، د ښارجوړونې وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې یو شمېر مسوولینو او کارکوونکو او د پولي تخنیک پوهنتون مسوولینو او استادانو پکې ګډون کړی و.

د قرآن عظیم الشان له تلاوت او ملي سرود وروسته، د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د ظرفیت لوړونې امریت سرپرستې خالدې شینوارې د نویو مرستیالانو د ګومارنې په تړاو په جلا جلا ډول د ج.ا.ا د جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني د منظورۍ حکمونه ولوستل.

ورپسې، د انسا سرپرست دوکتور محمد موسی علَمي د خپلو دواړو مرستیالانو په اړه د وړاندیزونو منظورۍ له امله له جلالتماب جمهور رییس څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د مالي - اداري او تخنیکي مرستیالانو د کار په پیل سره به په لومړي ګام کې د سټنډر ملي ادارې او بیا د هېواد د تولیداتو او محصولاتو د معیاري کولو په ډګر کې د پام وړ مثبت بدلونونه راشي. دوکتور علَمي ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به چارې په همغږۍ او ټیمي کار پرمخ وړل کیږي څو هېوادوالو ته وړ او معیاري خدمتونه وړاندې شي.

دغه راز، د انسا پخواني سرپرست د دغې ادارې نوې رهبرۍ ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه وې ویل چې، په اداره کې وړ او په کارپوه کسان شتون لري او د ښه مدیریت په اډانه کې کولای شي دغه اداره غوره حالت ته ورسوي.

د مراسمو په ترڅ کې، د پولي تخنیک پوهنتون رییس محمد سعید کاکړ د هېواد د اکاډمیک کهول په استازیتوب خبرې وکړې؛ نوموړي د ج.ا.ا د جلالتمآب جمهور رییس له لوري د درېو کادري او تخنیکي ځوانانو، دوکتور محمد موسی علَمي او د هغه د نويو مرستیالانو، ګومارنه یو پر ځای او عاقلانه انتخاب وباله. ښاغلي کاکړ د انسا ادرې او پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ د ښو اړیکو یادونه او ډاډ یې ورکړ چې د دغه پوهنتون محصلین کولای شي د کار زده کوونې پړاو او تحقیقي چارو پرمخ بیولو کې لدغې ادارې سره همکاري وکړي. د ښاغلي کاکړ په وینا: د سټنډر ملي اداره یو تحقیقي او اکاډمیکه اداره ده چې کولای شي له موږ سره له تدریسي حالت څخه تحقیقي حالت ته د پوهنتون په بدلولو کې مرسته وکړي.

دغه راز د دغې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي احسان جلالزي ګډونوالو ته خپله وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې پر دوو ډېرو مهمو ټکو تمرکز درلود، لومړی دا چې د هېواد ټول داخلي تولیدات او هېواد ته واردېدونکي توکي باید معیاري شي، دویم دا چې د سټندرډ ملي اداره باید له یوې مصرفوونکي ادارې پر یوې عایداتي ادارې بدله شي. ښاغلي جلالزي ژمنه وکړه چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره صداقت او دُرایت ترسره کړي.

ورپسې، نوي تخنيکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ادارې پر ظرفیت لوړونې او په خپلو کارونو کې ملت او ادارې ته پر ژمنتیا ټینګار وکړ. ښاغلي صدیقي پر ځوانانو د باور له امله له جمهور رییس مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې خپله ډېره انرژي او تمرکز به په انسا کې د اغېزناکو بدلونونو رامنځته کېدو او په هېواد کې د سټنډرډ چارو پیاوړي کولو ته ځانګړې کوي. ښاغلي صدیقي وویل چې د انسا او نورو همکارانو په مرسته به د دغې ادارې ورک شوی حیثیت او ارزښت بېرته راپیدا او په پښو ودروي.

نوي مرستیالان د ادارې د عمومي رییس ښاغلي دوکتور علمي او نورو ګډون کوونکو مسوولینو لخوا خپلو کاري دفترونو ته په رسمي توګه معرفي شول او مراسم په دعایې پای ته ورسېدل.

د سټنډرډ ملي اداره (انسا) د نوي او ځوان کاري ټیم په رامنځته کولو سره په هېواد کې د میعارونو او سټنډرډ د پياوړتیا په لار کې له ټولو اړوندو ادارو غواړي چې لدې ادارې سره په همکارۍ کې لاس سره یو کړي او د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره خپلې هېڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.

په هېواد کې د تل پاتې سولې او سوکاله افغانستان په هیله، د یوې روښانه او پرمختللې راتلونکې پر لور!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

انسا او UNIDO د همکاریو د پراختیا په درشل کې

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) سرپرست د یکشنبې په ورځ (د ۱۳۹۸ کال د وري ۴مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان (UNIDO) له استازي سره ولیدل.

پدې لیدنه کې، د انسا مشرتابه. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۴ - ۱۳:۱
Background image

د انسا مشرتابه پلاوي په کابل کې مېشت د ټیکا له رییس سره وکتل

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) مشرتابه پلاوي په یوې صمیمي او دوستانه فضا کې په کابل کې د ترکیې د همکاریو آژانس (ټیکا) له رییس سره وکتل.

پدې لیدنه کې چې د چهارشنبې په ورځ او د. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۷ - ۱۳:۱۱
Background image

نیمروز ته د انسا د اداري او مالي چارو مرستیال لومړنی رسمي سفر

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د اداري او مالي چارو مرستیال احسان جلالزي د شنبې په ورځ (د ۱۳۹۷ کال د کب ۱۸) د یوه پلاوي په ملتیا خپل لومړنی ولایتي سفر له نیمروز ولایت څخه پیل کړ. ښاغلي. . .

BACK TO NEWS