د زرنج ښار تیل پلورونکي: د لوړ کیفیت تېل واردول د هیواد د اقتصادي کچې په لوړولو کې مهم رول لوبوي.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۴:۴۴
د زرنج ښار تیل پلورونکي: د لوړ کیفیت تېل واردول د هیواد د اقتصادي کچې په لوړولو کې مهم رول لوبوي.

زرنج، د رجب المرجب ۱۴ مه/د سلواغې ۱۶مه

د نيمروز د  سټنډرډ ملي ادارې آمر، مولوي عطاء الله اغا "ابرار" د باختر آژانس له سيمه‌ييز خبريال سره د يوې مرکې په ترڅ کې نيمروز ته د بې‌کيفيته تېلو د واردېدو د مخنيوي په اړه وويل، چې د ا.ا مشرتابه ملي سوداګرو ته سپارښتنه کړې ده، ترڅو هېواد ته د بې کیفيته تېلو د واردولو څخه ډډه وکړي؛ ځکه د بې کیفيته تېلو په واردولو سره به زموږ هیوادوال له ګڼو اقتصادي او چاپیریالي ستونزو سره مخ کړي.

ښاغلي ابرار زیاته کړه، چې د نیمروز ملي سټنډرډ د ادارې له پلټنې وروسته په تېره یوه میاشت کې ۳۳ د تېلو بې‌کیفیته تېل وړونکو ټانکرانو چې د ورېښمو د پُله له لارې هېواد ته داخل سوي وو، بېرته مسترد کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د سټنډرډ عالي شورا درېیمه غونډه د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او ۱۱۷ نوي سټنډرډونه تصویب شول

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دا غونډه د الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، تر مشرۍ لاندې د مرمرین ماڼۍ په تالار کې ترسره شوه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د چارو ادارې عمومي ریاست د ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، له فني ارزونو وروسته، د چارو ادارې د عمومي ریاست د )۱ (عراده فورد ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه.

ددې ادارې د نورم تثبیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د سرچینو د غوره مدیریت په پار په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د عامې روغتیا وزارت د (۱) عراده موټر، د برېښنا شرکت د (۱) عراده موټر او د پولیسو اکاډمۍ قومانداني د (۱) عراده موټر د سون توکو د مصرف معیار وټاکه. . .

BACK TO NEWS

د زرنج ښار تیل پلورونکي: د لوړ کیفیت تېل واردول د هیواد د اقتصادي کچې په لوړولو کې مهم رول لوبوي.