سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه
د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف تثبیت کړل، له همدې کبله یاد ودانیز توکي بېرته ایران هېواد ته ولېږل شول.
د وارداتي توکو کنټرول او د کیفیت تثبیت ددې ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او هېڅ ډول بې کیفیته توکو ته به اجازه ور نه کړل شي، چې د هېواد بازار ته دننه شي.
سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده، چې د کیفیت او خوندیتوب په موخه، د ټولو وارداتي توکو کره ارزونه په دوامداره توګه ترسره کړي او ملي سټنډرډونو په سمه توګه تطبیق شي.
اداره ملی ستندرد یک محموله مواد ساختمانی بی کیفیت را به ایران مسترد کرد