د سټنډرډ ملي ادارې د مترولوژي امریت د محمد علي جناح روغتون د تیلو له ذخیرې څخه تخنیکي لیدنه وکړه
د مترولوژي امریت تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د محمد علي جناح روغتون د تیلو ذخیره تثبیت او د الکسي(کچې بندۍ) جدول یې ورته جوړ کړ.
د دې تخنیکي لیدنې موخه د تیلو د ذخیرې دقیق تثبیت او د الکسي جدول ترتیبول وو، څو د تیلو د اندازې ارزونه په معیاري بڼه ترسره شي. یادو کارکوونکو د پرمختللو وسایلو په مرسته دا ذخیرې(ټانکۍ) وارزولوې او اړین تخنیکي معلومات یې ثبت کړل.
د مترولوژي څانګې د تیلو د ذخیرې دقیق تثبیت نه یوازې د انرژۍ مدیریت ښه کوي، بلکې د شفافیت او حساب ورکونې کچه هم لوړوي.