د سټنډرډ عالي شورا فوقالعاده غونډه ترسره شوه او ۵۷ سټنډرډونه او د نفتي توکو د ازمایښت کړنلارې تصویب شوې

۲۴_ذوالحجه_۱۴۴۶هـ.ق
نن د سټنډرډ عالي شورا فوقالعاده غونډه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند په مشرۍ او د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیضالله تمیم، ددې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د اړوندو ادارو مرستیالانو، رئیسانو، د خصوصي سکټور استازو او د اړوندو برخو تخنیکي مسئولینو په ګډون د مرمرین قصر په ماڼۍ کې ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې الحاج ملا عبدالغني برادر د سټنډرډ عالي شورا له دوامداره هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې سټنډرډونه د ملي اړتیاوو پر بنسټ د روڼو پالیسیو جوړولو لپاره حیاتي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار وکړ چې اقتصادي ثبات د کیفیت له تضمین او د معیارونو له رعایت پرته ممکن نهدی. نوموړي سټنډرډونه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د خلکو د روغتیا، خونديتوب، د صادراتو پراخولو او د بېکیفیته توکو د مخنیوي لپاره اساسي اړتیا وبلله.
الحاج ملا عبدالغني برادر پر دې هم ټینګار وکړ چې د سټنډرډونو دقیق تطبیق د تولیدوونکو او مصرفوونکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي.
وروسته، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د تېرو فعالیتونو، په ځانګړي ډول د نفتي توکو د سټنډرډونو پر مسوده مفصل تخنیکي راپور وړاندې کړ. نوموړي څرګنده کړه چې د امیرالمؤمنین (حفظهالله) د حکم له مخې، په تېرو لسو کاري ورځو کې څلور تخصصي ناستې ترسره شوې او اړوند اسناد په دقیق ډول وڅېړل شول.
هغه وویل چې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره اغزمین ګامونه ترسره شوي، چې دا به د کیفیت په ښهوالي او د مصرفوونکو په خوندیتوب کې مهم رول ولوبوي.
د غونډې په لړ کې د شورا غړو د ۶ سټنډرډونو او ۵۱ د ازمایښت کړنلارو ارزونه وکړه او تصویب یې کړل.
دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند دي، چې تصویب یې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بلل کېږي.
په پای کې، د سټنډرډ عالي شورا رئیس د تصویب شویو سټنډرډونو د تطبیق، کنټرول او څارنې پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل چې د بېکیفیته وارداتو د مخنیوي لپاره به اړین اقدامات ترسره شي.
همداراز پرېکړه وشوه چې د تصویب شویو سټنډرډونو د پلي کولو لپاره پرېکنده ګامونه واخیستل شي او له اړوندو ادارو سره به لازمه همغږي رامنځته شي.
غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.