د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس مفتي محمد حامد په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې تخنیکي عمومي رئیس، د اړونده برخو رییسانو او یو شمېر نورو مسوولینو برخه لرله
په غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې په چارو بحث ترسره شو او د راتلونکو پلانونو په تړاو نظرونه او مشورې وړاندې شوې.
د غونډې په پای کې ښاغلي حامد کارکوونکو ته د چارو په لا زیاتې چټکتیا تاکید وکړ