د سټنډرډ ملي ادارې د سرچینو ښه مدیریت په پار، د برېښنا عمومي شرکت د (۵) اساسي ماشینونو نورم تثبیت کړ

د انساء ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، د تخنیکي ارزونو وروسته، د برېښنا شرکت د کش کیبل د (۵) پایه ماشینونو د سون توکو د مصرف معیارونه وټاکل.
ددې ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي او فني مسؤلین بې له ځنډه هڅه کوي، څو د وزارتونو او
دولتي ادارو د تجهیزاتو، ماشینونو او وسایطو د سون توکو د مصرف کره معیارونه تثبیت کړي.
تثبیت شوي نورمونه کولای شي، د سرچینو د ښه مدیریت او د انرژۍ د ضایعاتو د کمولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د مصرفي نورمونو تثبیت؛
د معیاري کولو او سپما په برخه کې مثبت ګام