د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په مشرۍ جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۴۱
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په مشرۍ جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د اداري او مالي چارو مرستیال مولوي عطاءالله فرید، د رئیسانو او اړوند برخو مسئولینو په ګډون سره د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف لخوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.


په پیل کې الحاج ملا فیض الله تمیم د چارو د ارزښت، همکارۍ، همغږۍ او د بیلابیلو برخو ترمنځ د بشپړې همغږۍ او د نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروسته د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري د تېرو غونډو د پریکړو او مصوبو د اجراآتو په اړه ډاډ ورکړ او د بیلابیلو برخو ستونزې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
ورپسې د غونډې د اجنډا سره سم د سټنډرډ ملي ادارې له سیمه ییزو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د اړیکو څرنګوالي او له هغو څخه د موثرې ګټې اخیستنې، د کیفی تصدیق پاڼو د ویش د کړنلارو وروستۍ کولو، راتلونکي کال کې د تصدیق پاڼو په پروژې باندې کار کولو، د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجوي اړتیاوو، د پرمختیایي پروژو پلي کولو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله وشوه.

په پای کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس په چټکۍ او د چارو په شفافیت ټینګار وکړ او د بیلابیلو برخو لپاره یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د ودانيزو توکو د تثبیت او کنټرول پروسه په قاطع او کره توګه د هېواد په بندرونو کې روانه ده

د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټیټ کیفیت ودانیزو توکو د ننوتلو مخه نیولې او هڅه کوي چې د خپلو ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب او د لګښت کوونکو د ګټو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۴۱
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په مشرۍ جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د اداري او مالي چارو مرستیال مولوي عطاءالله فرید، د رئیسانو او اړوند برخو مسئولینو په ګډون سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۹:۵۹
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د بهرنیو چارو وزارت د (۱) عراده یو سيټه پیکپ د سوند توکو د لګښت معیار وټاکل شو

د نورم خدمتونو وړاندې کول د لګښتونو د سمپا او مالي او اقتصادي سرچینو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې خورا ارزښت لري. د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت مسلکي او فني کارکوونکي. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په مشرۍ جوړه شوه