د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین سره په انلاین بڼه ناسته ترسره کړه.

۱۸ زمری ۱۴۰۰
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي سره انلاین ناسته ترسره کړه. په دغه ناسته کې د دواړو لورو تخنیکي رییسانو او په اسلام قلعه بندر کې د انسا ادارې او ګمرکونو استازو برخه لرله.
په دغه ناسته کې دواړو لورو د توکو د کیفیت کنټرول، د مصرفي نورمونو تثبیت، د سټنډرډونو تطبیق او څار، د شته ګواښونو مدیریت، د فساد د مخنیوي په موخه د اسنادو د مرحلو طی کولو د لړۍ چټکیا او په شفاف ډول د عوایدو په راټولولو بحث ترسره شو.
د یادونې وړ ده چې د انسا ادارې رهبري او د عوایدو او ګمرکونو معینیت د لا زیاتو همکاریو او همغږیو ژمنه وکړه.