په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال د سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه ترسره شوه

ihsan_admin
Sat, Jul 13 2024 10:08 AM
په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال د سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه ترسره شوه

۱۴۴۶هـ . ق ۷ محرم

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال د سټنډرډونو د جوړولو اړوند د تخینکي کميټه ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګدون سره د تخنیکي غونډه په تالار کې جوړه شوه.

پدې غونډه کې د فاضله اوبو د تصفیه خونو د مسودې په ۱۵ برخه: د اکسیجن د لیږد اندازه د هوا ورکولو د حوضونو په پاکو اوبو کې د فعالو لجنونو واحدونو اړوند بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د فاضله اوبو د تصفیه موخه د هغو موادو جلا کول دي چې بیاځلې یې د کارونې وړ ګرځي، ترڅو د چاپیریال د اوبو سرچینو ته زیان ونه رسوي. هغه مواد چې معمولا باید له فاضله اوبو څخه جلا شي تعلیق شوي او شناور مواد، کلوئیدي مواد او محلولونه دي.

چې ددې مواد د لرې کولو لپاره د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي عملیو څخه کار اخیستل کیږي.

Latest news

Wed, Jul 03 2024 10:52 AM
Background image

په سټنډرډ ملي اداره کې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو اړوند تخینکي غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کانونو او کان کیندنې د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او د غړو په ګډون سره د تخینکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د ډبرو د سکارو د. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال د سټنډرډونو اړوند تخنیکي غونډه ترسره شوه