د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې له مرستیال او ځینو ملي سوداګرو سره کتنه وکړه.

Moasaq_admin
Mon, Aug 08 2022 9:59 AM
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې له مرستیال او ځینو ملي سوداګرو سره کتنه وکړه.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې له مرستیال حاجي سعید صدیقي او ځینو ملي سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې الحاج ملا فیض الله تمیم هغوی ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د خلکو صحت او سلامتي او د اجناسو د کیفیت تضمین د انسا ادارې له اصولو څخه یو بنسټیز اصل دی، چې فساد یې پر وړاندې یوه ناوړه پدیده ده او پر ملت او حکومت منفي اغېزې لري. نوموړي زیاته کړه چې موږ په هر ډول شرایطو کې ستاسو همکار یو او لټه کوو چې ستاسو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وشي.

ښاغلي صدیقي د ملي سټنډرډ ادارې له مشر څخه په مننې سره د نورو او هر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه.

غونډه د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتی محمد حامد لخوا په اختتامیه دعاء پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Jul 12 2025 10:24 AM
Background image

ANSA Establishes Norms for 8 Vehicles of Pashtany Bank

The technical team of the Norms Establishment Directorate at the National Standards Authority is working tirelessly to determine the precise fuel consumption standards for vehicles,. . .

Sat, Jul 12 2025 10:19 AM
Background image

Meeting on the Development of Food Standards Held at the National Standards Authority

The technical committee meeting on the development of food standards was held at the National Standards Authority with the presence of Mawlawi Mohammad Hanif, Head of National Standards. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې له مرستیال او ځینو ملي سوداګرو سره کتنه وکړه.